ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2019

امریکا اوکراین ته د ۲۵۰ ميلیونه ډالره پوځي مرستې اجازه ورکړه

0
د ټرمپ ادارې اوکراین ته د ۲۵۰ ميلیونه ډالره پوځي مرستې د ورکولو اجازه ورکړه.


دا مرسته له دې سره سره ځنډول شوې وه چې د روسیې د یرغل او د اوکراین د خاورې د نیولو پر ضد کییف ورته سخته اړتیا لرله.


د دې مرستې اعلان پرون پنجشنبه د امریکا د سنا جرګې د تدارکاتي کمېټې تر غونډې مخکې وشو.


اټکل کېده چې په دې غونډه کې به د دواړو ګوندونو (ډموکرات او جمهوریپال) استازي پر ولسمشر ټرمپ د دغو پیسو د نه ورکولو په خاطر انتقادونه وکړي.


کانګرس پخوا لا دا مرسته تصویب کړې وه.