ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2019

د فوټبال د نړیوال فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس بندیز ولېد

0
د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د اخلاقي ضوابطو خپلواکې کمېټې د دې فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس یوان انجیل ناپوت د رشوت د منلو په خاطر پرون پنجشنبه د تل لپاره بندیز ولګاوه او یو ميلیون ډالر یې جریمه کړ.


۶۱ کلن ناپوت تېر کال په نیویارک کې د فساد په تور په ۹ کاله حبس محکوم شو.


دی په دې مجرم پېژندل شوی چې په ټلویزیون کې یې د لوبو د خپراوي حق د لس ميلیونه او ۵ لکه ډالره رشوت په بدل کې ورکړی و.