ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2019

امریکا د ټاکنو لپاره له افغانستان سره ۲۹ ميلیونه ډالر مرسته وکړه

0
امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۲۹ ميلیونه ډالر مرسته وکړه.


دا مرسته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پرون پنجشنبه د خپلې ټویټرپاڼې له لارې اعلان کړه.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر هم تأیید کړه چې هېواد یې د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ملاتړ لپاره ۲۹ ميلیون ډالره مرسته کوي.


تر دې وړاندې بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان د انتخاباتو د ملاتړ لپاره مالي مرستې اعلان کړې دي.