ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 03.12.2018

سولې لپاره د خليلزاد سفر او جيم مېتس څرګندونې

Mashaalradio.com 

د امريکې دفاع وزير جيم مېتس وايي پاکستان بايد د افغانستان سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي. پاکستان همېشه ويلي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې قرباني ورکړي او د سيمې امنيت لپاره ژمن دی.

سانچيز: پاکستان ته د قرض په پرېکړه کې امريکايي مداخله نشته

Mashaalradio.com 

د پېسو نړيوال صندوق يا انټرنېشنل منيټري فنډ وايي د امريکايي چارواکو بيانونه پاکستان ته د قرض ورکولو پر پرېکړه اغېز نه لري. د پېسو نړيول صندوق يا ای، ايم، ايف د ويب سايټ تر مخه يونان، اوکراين، پاکستان او مصر هغه هېوادونه دي چې دې ادارې ورته تر ټولو ډېر قرض ورکړی.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته د یوه لیک په لېږلو سره له دې هیواده د همکارۍ غوښتنه کړې چې طالبان د سولې مذاکراتو ته چمتو کړي. د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف وايي، له يمن څخه د ټپي شویو حوثي ياغیانو د تخلیې اجازه يې ورکړې ده. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د حوثيانو د ټپي یاغیانو د انتقال اجازه کړې

Pa.azadiradio.com 

د سعودي په مشرۍ هغه پوځې ائتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګېږي، وايي چې موافقه یې کړې چې د ملګرو ملتونو یوې الوتکې ته به اجازه ورکړې، څو د حوثي یاغیانو ۵۰ ټپي جنګیالي د درملنې لپاره انتقال کړي. د ټپیانو دا انتقال د سولې په هغو خبرو کې چې په دې اوونۍ کې په سویډن کې ترسره کېږي، پکې د ګډون لپاره د حوثي یاغیانو مهم شرط و. دا خبرې په یمن کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو په هدف ترسره کېږي. ډیپلوماتان وايي، تمه لري چې په سویډن کې د سولې دا خبرې به د چهارشنبې تر ورځې پیل شي. وروسته له هغې... Читать дальше...

د امریکا پوځ وايي، په سوریه کې یې هوايي بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ وايي، په سوریه کې یې هوايي بریدونه کړي چې هدف یې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یو هغه مشر و چې د یو امریکايي مرستندویه کارکوونکي په وژلو کې یې لاس درلود.  په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند سین ریان پرون په یوې اعلامیه کې ویلي په دقت ترسره شوي دا هوايي بریدونه د داعش د وسله والې ډلې د یو مشر ابو العمرین او د دې ډلې د څو نورو مشرانو پر ضد د سوریې په بادیه صحرا کې ترسره شوي دي.  ریان ویلي چې العمرین ائتلافي ځواکونو ته ګواښ و او په ۱۰۱۴ میلادي کال کې د یو امریکايي وګړي پیټر کاسیګ په وژلو کې لاس درلود. Читать дальше...

پولیس: په کابل کې د یوه غصب شوي کور د تخلیې په هڅه یو پولیس وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیس وايي، د یوه غصب شوي کور د تخلیې په هڅه کې په اوښتې نښته کې لږترلږه یو پولیس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د هغه کور د تخلیې لپاره یې له ځانګړو ځواکونو مرسته غوښتې چې د تمیم وردګ په نوم یو شخص غصب کړی او د محکمې په پرېکړې سربېره یې پرېښودو ته نه و چمتو. ښاغلي رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "له یوې میاشتې راهیسې دوی ته ویل کېږي چې دا کور باید تخلیه کړي، خو کله چې نن پولیس ورځي، د تمیم وردګ د ساتونکو له خوا پرې ډزې کېږي چې درې پولیس په کې ټپیان کېږي،... Читать дальше...

له دندې ګوښه کېدو د پاکستانیو خبریالانو ژوند ګران کړی

Mashaalradio.com 

په تېرو شپږو میاشتو کې د پاکستان یو شمېر ټېلېوېژنونو او اخبارونو سلګونه خبریالان، کیمره چلوونکي او انځورګران له دندو ګوښه کړي دي. د رسنیو د دې اقداماتو پر ضد خبریالانو او ټولنو یې د هېواد پر کچ مظاهرې هم کړې دي. له دندې څخه د ګوښه شویو په لېسټ کې د پېښور ۵۲ کلن غفار بېګ هم شامل دی چې له ۱۷ کلونو راهیسې یې د انځورګرۍ یا عکاسۍ خبریالي کوله. دا ویډیويي رپورټ د بېګ په ګډون د پاکستانیو خبریالانو ژوند ته کتنه کوي.

الکعبي: قطر د دې کال په پای کې له «اوپېک» سازمانه وځي

Pa.azadiradio.com 

د قطر د انرژۍ وزیر سعد شریده الکعبي وايي، هېواد به یې د دې کال په پای کې د تیلو د صادرونکو هېوادونو یا «اوپېک» له سازمان څخه ووځي. کعبي دا اعلان د دوشنبې په ورځ په دوحه کې په یوه خبري غونډه کې وکړ او ویې ویل دا اقدام به د ۲۰۱۹ میلادي کال له جنورۍ عملي شي. کعبي وايي، اوپېک ته یې لا دمخه په‌دې اړه خبر ورکړی دی. دا اعلان وروسته له هغې کېږي سعودي عربستان او روسیې دوه ورځې مخکې وویل، دوی هغه توافق نوی کړی چې له مخې یې د خپلو تیلو تولید محدودوي. روسیه د اوپېک غړیتوب نه لري. د اوپېک د غړیو هېوادونو... Читать дальше...