ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

پولیس: په کابل کې د یوه غصب شوي کور د تخلیې په هڅه یو پولیس وژل شوی

0
د کابل پولیس وايي، د یوه غصب شوي کور د تخلیې په هڅه کې په اوښتې نښته کې لږترلږه یو پولیس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د هغه کور د تخلیې لپاره یې له ځانګړو ځواکونو مرسته غوښتې چې د تمیم وردګ په نوم یو شخص غصب کړی او د محکمې په پرېکړې سربېره یې پرېښودو ته نه و چمتو.


ښاغلي رحیمي ازادي راډیو ته وویل:


"له یوې میاشتې راهیسې دوی ته ویل کېږي چې دا کور باید تخلیه کړي، خو کله چې نن پولیس ورځي، د تمیم وردګ د ساتونکو له خوا پرې ډزې کېږي چې درې پولیس په کې ټپیان کېږي، له هغې را وروسته پولیس اوس هڅه کوي چې دغلته د محکمې حکم عملي کړي."


ښاغلي رحیمي زیاته کړې چې د تمیم وردګ ساتونکي پر امنیتي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.


تر اوسه پورې یو پولیس وژل شوی او شپږ ټپیان دي.


د نوموړي په وینا، سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او زر به دغلته جګړه پای ته ورسېږي.