ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 10.12.2018

په پاکستان کې له ولسه د وینا حق اخیستل شوی دی: خبریالان

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت د ډېسېمبر پر لسمه نېټه د اسلام اباد په پرېس کلب کې غېر سرکاري تنظيم څلورم ستون (فورت پلر) د ېوې غونډې تابېا کړې وه چې پکې ګډونوالو وينا وه په بشري حقونو کې هر تن ته د خپلو خيالاتو اظهار کولو حق حاصل دی خو چې کله له یو چا دا حق واخستل شي نو داسې شوه چې ټول حقونه ترې واخیستل شول او له بده مرغه په پاکستان کې تقريبا دا حق له خلکو اخیستل شوی دی. د مشال راډيو ویډيو

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر مخه ونيوله چې په کويټه ښار کې د ورکو کسانو له کورنیو سره په اعتراضیه پرلت کې ګډون وکړي. په سعودي عربستان کې د خليج د همکاریو شورا غونډه جوړه شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

په عراق کې د داعش ډلې په وړاندې د بريا لومړۍ کليزه لمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې د داعش ډلې په وړاندې د بريا لومړۍ کليزه لمانځل کېږي.   حکومت کال مخکې د دې افراطي ډلې په وړاندې د دولتي ځواکونو د بريا اعلان کړى و.   په عراق کې د ډسمبر لسمه يعنې نن رخصتي وه.   صالح محمد صالح د ازادۍ راډيو د خبر مرکزي څانګې د راپور جزئيات وړاندې کوي.

د یوسف خان او شېربانو کلی

Mashaalradio.com 

د یوسف خان او شېربانو د مینې داستان چې ډېرو کیسه لیکونکیو، شاعرانو او سندرغاړیو پرې خپله ادبي تنده ماته کړې او ان دا چې په پښتو ژبه کې فلم هم ورباندې جوړ شوی دی. د مشال راډيو خبریال شاهنواز تره کزی هغه کلي ته ورغلی چې د یوسف خان او شېربانو د مینې کیسې لاهم پکې ژوندۍ دي.

د څلورو لسیزو جګړو د قربانیانو د عکسونو نندارتون!

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نوي ښار د پارک په سیمه کې د جګړو د اتو زرو وژل شویو کسانو عکسونه نندارې ته ایښودل شوي دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی دغه نندارتون ته ورغلی و او ویډیي راپور یې چمتو کړی دی.

منظور پښتین بلوچستان ته نه پرېښودل شو

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی.

پر منظور پښتین د لګېدلیو بندیزونو خلاف عدالت ته ځو: محسن داوړ

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی. نوموړی د تری تم کړل شویو بلوڅانو لپاره په احتجاجي ناسته کې د ګډون لپاره تلو.

د هلمند چارواکي: سږکال د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات کم وو

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال یې د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات کم وو. د دغه ولایت د کرنې رئیس زلمي الکو ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې سږکال په هلمند کې د جګړو او وچکالیو له کبله دومره یې کرنیز حاصلات لرل چې یوازې په دغه ولایت کې مصرف شي. د ښاغلي الکو په خبره، د یاد ولایت موسی قلعه، سنګین او باغران ولسوالۍ تر ټولو زیاتې وچې وې چې ډېری کرنیزې ځمکې هم په همدې ولسوالیو کې دي. د نوموړي په وینا، له دې ټولو ستونزو سره ـ سره بیا هم یاد ولایت روان کال خپل عواید اویا... Читать дальше...

اکبر رستمي: د خوش‌تپې کانال د جوړېدو هوکړه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت او د امریکا پراختیایي ادارې تر منځ د خوش‌تپې کانال د جوړېدو هوکړه وشوه. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د دغه ستر کانال هوکړه تېره شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني، اجرائیه رئیس او د یو شمېر نړیوالو ادارو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه. د یاد وزارت د ویاند اکبر رستمي په وینا، دا کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او لومړی فاز به یې په ۱۲ میاشتو کې د ۳،۶ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ شي. د نوموړي وزارت د معلوماتو له مخې د خوش‌تپې... Читать дальше...