ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

اکبر رستمي: د خوش‌تپې کانال د جوړېدو هوکړه وشوه

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت او د امریکا پراختیایي ادارې تر منځ د خوش‌تپې کانال د جوړېدو هوکړه وشوه.


د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د دغه ستر کانال هوکړه تېره شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني، اجرائیه رئیس او د یو شمېر نړیوالو ادارو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.


د یاد وزارت د ویاند اکبر رستمي په وینا، دا کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او لومړی فاز به یې په ۱۲ میاشتو کې د ۳،۶ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ شي.


د نوموړي وزارت د معلوماتو له مخې د خوش‌تپې سترکانال له جوړېدو سره به د کندز، بلخ او تخار ولایتونو ۲،۵ میلیونه جریبه کرنیزې سیمې خړوبې شي.


ښاغلی رستمي زیاتوي چې په‌دې سره به د ځمکو حاصلاتو زیات او د بزګرانو په اقتصاد کې هم د پام وړ بدلون راشي.