ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د حوثيانو د ټپي یاغیانو د انتقال اجازه کړې

0
د سعودي په مشرۍ هغه پوځې ائتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګېږي، وايي چې موافقه یې کړې چې د ملګرو ملتونو یوې الوتکې ته به اجازه ورکړې، څو د حوثي یاغیانو ۵۰ ټپي جنګیالي د درملنې لپاره انتقال کړي.


د ټپیانو دا انتقال د سولې په هغو خبرو کې چې په دې اوونۍ کې په سویډن کې ترسره کېږي، پکې د ګډون لپاره د حوثي یاغیانو مهم شرط و.


دا خبرې په یمن کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو په هدف ترسره کېږي.


ډیپلوماتان وايي، تمه لري چې په سویډن کې د سولې دا خبرې به د چهارشنبې تر ورځې پیل شي.


وروسته له هغې چې لوېدیځو هېوادونو پر سعودي عربستان فشارونه زیات کړي، د دې خبرو د پیلېدو لپاره خوشبیني زیاته شوې.


د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف هڅه کوي چې په یمن کې حوثي وسله وال وځپي او د یمن حکومت بېرته واک ته ورسوي.