ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 12.07.2018

د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې پوځي عملیات ادامه لري

Pa.azadiradio.com 

د کندز د والي ویاند، نعمت الله تېموري پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې  د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي. نعمت الله  تېموري: "دوې مهمې پوستې چې یوه د قوماندان شیرعلم او بله یې د طالبانو د سرې قطعې وه ، له منځه ولاړې، همداراز څوکلي کله خرکاران او نهر صوفي هم د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي دي. " ښاغلي تېموري زیاته کړه چې په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې اولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په پنجشېر کې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه دی څرګندشوی

Pa.azadiradio.com 

د پنجشیر دوالي مرستیال، محمد امین صدیقي وايي چې په خنج ولسوالۍ کې د غره د ښويدو او سیل له امله زیات مالي تاوان رسېدلی خو د مړو او ورکو شوو کسانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند . ښاغلي صدیقي پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه ، یوازې د  شپږو کسانو د مړینې خبر تائیدولائ شي. محمدامین صدیقي: "واقعاً، ډېره هَولناکه پېښه وه، متاسفانه، نه یو توانیدلي چې دتلفاتو دقیق شمېر معلوم کړو. درې سوه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او دوه سوه کورونه تخریب شوي، سل ګونه جریبه کروندې يې ویجاړې کړې او سل ګونه د مېوې او بې مېوې ونې یې هم له بېخه ایستلې دي. Читать дальше...

وسله والو طالبانو په لوګر کې پر ښوونځيو حملې زیاتې کړې

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دې ولایت کې پر ښوونځيو حملې زیاتې  کړې څو حکومتي ځواکونه د پوځي عملیاتو بندولو ته اړ کړي. د لوګر دامنیه قوماندانۍ ویاند، شاه پوراحمدزي بېګا پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په تېره یوه اونۍ کې په لوګر ولایت کې زموږ خاصو ځواکونو ځانګړي شپني عملیات ترسره کړل چې تقریباً اویا یا اتیا وسله وال مخالفین په کې وژل شوي، طالبانو د دې عملیاتو د درولو لپاره د لوګر پر ښوونځیو حملې پېل کړې دي. " وسله والو طالبانودپنجشنبې په شپه، د لوګر په مرکز ،  پُل علم کې د نجونو او هلکانو يوې لېسې ته اور واچاوه. Читать дальше...

دسولي ولسي حرکت: د پاکستان سفارت مخ ته تر نامعلومه وخته یو.

Pa.azadiradio.com 

د دغه حرکت غړي وايي تر ډېره پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري نو ځکه یې دلته د پاتې کیدو وخت نا څرګند دی. له دې وړاندې د سولې د ولسي حرکت غړي د امریکا،روسي سفارتونو او همدا راز د ملګرو ملتونو د دفتر له مخې سره هم د تحصن په هدف تم شوي وو. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

مظاهره چیانو د سمنګان مزار لار د ترافیکو پرمخ تړلې

Pa.azadiradio.com 

لاریون کوونکو نن د سمنګان او مزار لويه لاره تړلې او سلګونو موټر او مسافر منتظر پاته دي چې لاره پرانيستل شي. د عبدالصمد په نوم يوه لاريون کوونکي ازادي راډيو ته وويل چې دوی د جنبش ګوند د لوړپوړي غړي نظام الدين قيصاري د راخوشي کېدو په خاطر مظاهره کړې ده. نظام الدين قيصاري د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی چې لس ورځې مخکې په فارياب ولایت کې د زورواکي او قانون ماتونې په تور ونيول شو.

رويټرز: په کندز کې د طالبانو حمله کې ۲۹ افغان سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حملو کې ۲۹ سرتېري وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په نورو برخو کې لسګونو سخت دريځي په هوايي حملو کې وژل شوي دي. د کندز ځايي چارواکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د حکومت وسله والو مخالفینو تېر ماښام د دشت ارچي ولسوالۍ پر پل مومن او قرليق کلیو ډله ییزې حملې پيل کړې او نښتې تر نن سهاره روانې وې. د کندز د والي وياند نعمت الله تيموري نن ازادي راډیو ته وويل، نوي افغان امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي. Читать дальше...

ټرمپ وايي ناټو یې د دفاعي لګښتونو زیاتولو غوښتنه منلې

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ناټو د سرمشريزې پر مهال د ده تر انتقادونو وروسته د دې اييتلاف غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو د زياتولو غوښتنه منلې ده. ده نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو متحدانو سره تر نه پلان شوي بېړنۍ غونډې وروسته وويل چې د دې ائتلاف غړو منلې چې له خپل وخت مخکې به د کورنيو ناخالصو عوايدو دوه فېصده په دفاعي برخه کې مصرفوي.  ناټو په ۲۰۱۴ کال کې ويلي وو چې تر ۲۰۲۴ پورې به د خپلو کورنیو ناخالصو عوايدو دوه فيصده پر دفاعي برخه مصرفوي. ټرمپ زياته کړه چې ناټو به اضافي درې ديرش میليارده ډالر د دفاع لپاره ځانګړي کړي. Читать дальше...

د پاکستان مسلم لېګ «ن» ګوند وايي حکومت یې سلګونه غړي نیولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مسلم لېګ «ن» ګوند وايي د پنجاب حکومت یې سلګونو کارکوونکي نيولي دي او په دې کار سره يې د دوی انتخاباتي کمپاين ته خنډونه جوړ کړي دي. د دې ګوند يوه مشر مشاهد حسین نن د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې سبا ماښام د نوازشریف او د هغه لور مريم نوازشريف له لندنه لاهور ته ستنېږي او حکومت کوښښ کوي چې غړي يې هرکلی ونه کړي. په داسې حال کې چې د جولای په پنځه ويشتمه انتخابات کېږي، محکمې پخواني صدراعظم نوازشريف د درغليوو په قضيو کې په لسو کلونو او د ده لور مريم نواز په اوو کلونو بند محکومه کړه. ... Читать дальше...

دانیال بلور: د خپل پلار او نیکه پر لار به ټینګ ولاړ یم

Mashaalradio.com 

د هارون بلور زوی وايي د وسله والو د فعالیتونو پرضد د خپل پلار نیکه په بیانیه به ټينګ ولاړ وي. دانیال بلور وايي له خپل پلار سره د یوه نېږدې ملګري غوندې تعلق وو. نوموړي دا خبرې د مشال راډيو له خبریال خالد خان سره په یوه مرکه کې کړې دي.

له جرمني یوه ایستل شوي افغان په کابل کې ځانوژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

له جرمني ایستل شوي افغان کډوال په کابل کې ځان وژنه کړې. جمال ناصر کابل ته له راستنېدو وروسته په یوه هوټل کې ژوند کاوه. عیني شاهدان وايي، د جمال ناصر بې روحه تن د هغه له ځان وژنې څو ورځې وروسته د ده په کوټه کې پیدا شوی. د ازادي راډيو خبریال د جمال ناصر د هستوګنې هوټل ته تللی وو او دا ویډیویي راپور یي چمتو کړی.

د پکتيا چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي

Pa.azadiradio.com 

نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې یاد عملیات تېره شپه او نن ورځ ترسره شوي او په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات اوس هم روان دي. ښاغلي حسرت زیاته کړه چې د احمدابا په ولسوالۍ کې ۵۵ وسله وال وژل شوي چې په دې کې د طالبانو د سرې قطعې جنګیالي او د دوی یو شمېر قوماندانان هم شامل دي. ده وویل، په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات چې اوس هم روان دی، د دوی د معلوماتو پر بنسټ په کې ۴۶ وسله وال وژل شوي دي. ده د عملیاتو سیمې د زرمت شموزي، پاټک، هیبت خېل او یمني خېل یادې کړې. Читать дальше...

ټرمپ د ناټو ائتلاف پر غړو هېوادونو بیا انتقاد وکړ

Pa.azadiradio.com 

نن د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په سرمشريزه کې د دې ايتلاف پر غړو هېوادونو یو ځل بیا انتقادونه وکړل. رويټرز خبري اژانس د دوو سرچينو له خولې چې نومونه يې نه دې اخيستي، ويلي چې ټرمپ د اروپا د سوداګرۍ او د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو پر څرنګوالي انتقاد کړی. ټرمپ د جولای مياشتې په دولسمه نېټه وويل چې ناټو بايد د ۲۰۲۵ کال پر ځای سمدستي د خپلو کورنيو ناخالصو عوایدو دوه فیصده د دفاعي لګښت لپاره مصرف کړي. ټرمپ تر دې مخکې ويلي وو چې ناټو دې په ۲۰۱۴ کال کې کړې... Читать дальше...

په پنجشیر کې ځمکې ښوېیدو ۱۰ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د پنجشېر ولایت په جينج ولسوالي کې د مځکې ښويېدو په پېښه کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي او شا او خوا درې سوه کورونه له منځه تللي دي. د بېړنیو مرستو او ژغورونکو ټيم د هليکوپټرو له طريقه دغې سيمې ته لېږل شوی. د طبيعي پېښو د ملي ادارې وياند عمر محمدي نن ويلي چې ژغورونکي ټيمونه په سيمه کې ورک او په خټو کې بند کسان لټوي. د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر د اعلاميې له مخې، ولسمشر چې اوسمهال په بروکسل کې دی، له هغه ځايه امر کړی چې د پېښې قربانيانو ته بايد مرسته ورسول شي.

پي ټي اېم: نور دې د پښتنو وینه تویول ودرول شي

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د پېښور چاودني او د راوانوار په ضمانت خوشي کېدو پرضد په سوات کې احتجاجي لاریون وکړ چې ور ته د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ ځايي مشرانو په خپلو ویناګانو کې دعوامي نېشنل پارټۍ د غړي هارون بلور وژنه په سختو ټکووغندله. د مشال راډيو ویډيو

پاکستان کې د رسنیو ازادۍ غورځنګ پیل شو

Mashaalradio.com 

د چارشنبې مازيګر د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې پر رسنیو د زیاتېدونکیو بندېزونو پرضد خبریالانو احتجاجي مظاهرې کړي دي. دا مظاهرې د خبريالانو فېډرالي ادارې پي اېف يو جې په غږ ترسره شوې چې پکې له حکومته پر ډان ورځپاڼې او ټېليويژن د بندېزونو لیرېکولو غوښتنه وشوه. د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې له ۵ مې نېټې راهیسې خبریالانو په پاکستان کې د میډیا ازادۍ تحریک پیل کړی دی. د خبریالانو د حقونو د یوې ادارې انټرنیشنل میډیا سپورټ د راپور تر مخه په پاکستان کې په تېرو درېوو کالونو کې ۱۳ خبریالان وژل شوي دي. Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت غړي د پاکستان سفارت ته روان شول

Pa.azadiradio.com 

د روسیې سفارت مخ ته له یوې اوونۍ تحصن وروسته کله چې دوی د پاکستان د سفارت پر لور د خوځېدو په وخت کې زیات شمېر عام خلک نور هم ورسره یو ځای شول. د سولې د حرکت دغه غړي وايي، تر نامعلوم وخته به د پاکستان سفارت ترمخ پاتې شي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

د یوه ډیپوټ شوي افغان وژل کېدو په جرمني کې بحثونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني يو وزير چې د پناه غوښتونکو پر وړاندي سخت دريځ لري، وروسته له هغه تر فشار لاندي شوی چې یوه رد شوي افغان پناه غوښتونکي وروسته له هغه ځان وواژه چې افغانستان ته په زوره ستون کړای شو. د جرمني د حکومت مخالف ګوندونو د کورنیو چارو له وزير هورست سي هوفر Horst Seehofer څخه غوښتي چې له دې پېښې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړي. ۲۳ کلن افغان چې په جرمني کې يې د پناه غوښتنه رد شوې وه، د سې شنبې په ورځ په کابل کې ځان وواژه. ده په جرمني کې اته کاله تېر کړي وو، خو د پناه غوښتنه يې رد شوې وه. دا پېښه... Читать дальше...

مسلم لیګ (ن) وايي په پنجاب کې یې سلګونه غړي نیول شوي

Mashaalradio.com 

مشاهد حسین وايي، مسلم لیګ (ن) یوازې پلان جوړ کړی چې نواز شریف او د هغه د لور ستړي مه شي ته به ورځي خو د پنجاب پولیسو د سېنېټر چودري تنویر په ګډون یوازې په راولپېنډۍ، اسلام اباد او لاهور کې شاوخوا ۴۰۰ ګوندي غړي او مشران نیولي دي.

فوټبال: بلجیم او انګلستان د درېیم مقام لپاره سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړیوال جام د وروستۍ سیالۍ څخه مخکې بلجیم او انګلستان د درېیم مقام لپاره سیالۍ ترسره کوي. دوی چې د نیمې پایلوبې سیالۍ يې بایللي، ټاکل شوې د دغه مقام لپاره د شنبې په ورځ له یو بل سره مخ شي. په نیمه پایلوبه کې انګلستان له کروېشیا او بلجیم له فرانسې لوبه بایللې وه. له دې سیالۍ وروسته د یکشنبې په ورځ د کرویشیا او فرانسې تر منځ د ۲۰۱۸ فوټبال د نړیوال جام پایلوبه تر سره کېږي.