ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

وسله والو طالبانو په لوګر کې پر ښوونځيو حملې زیاتې کړې

0
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دې ولایت کې پر ښوونځيو حملې زیاتې  کړې څو حکومتي ځواکونه د پوځي عملیاتو بندولو ته اړ کړي.


د لوګر دامنیه قوماندانۍ ویاند، شاه پوراحمدزي بېګا پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په تېره یوه اونۍ کې په لوګر ولایت کې زموږ خاصو ځواکونو ځانګړي شپني عملیات ترسره کړل چې تقریباً اویا یا اتیا وسله وال مخالفین په کې وژل شوي، طالبانو د دې عملیاتو د درولو لپاره د لوګر پر ښوونځیو حملې پېل کړې دي. "



وسله والو طالبانودپنجشنبې په شپه، د لوګر په مرکز ،  پُل علم کې د نجونو او هلکانو يوې لېسې ته اور واچاوه.


  د لوګر د پوهنې ریاست په حواله، دې ښوونځي ته تر زرو زیات زده کونکي ورتلل.


د لوګردامنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې د ښوونځیو د امنیت په اړه به له خلکو سره خبرې وکړي او ځانګړی امنیتي پلان یې هم جوړ کړی دی.