ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 09.07.2018

"دا ځل به د ښځو ووټ زیات وي"

Mashaalradio.com 

په دیر کې د ښځو د حقونو یوه کارکوونکې شاد بېګم وایي په بر دیر کې کلونه وروسته به دا لومړی وار وي چې ښځې به په ډاډه زړه خپلې رایې ورکړي.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده سبا سې شنبې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په سعودي عربستان کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا سې شنبې د ناټو مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سفر پيل کړي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ

میانمار دوه خبریالان د محرمیت له قانونه په سرغړاوي تورن کړل

Pa.azadiradio.com 

د روېټرز خبري اژانس دوه خبریالان د روهنګیا اقلیت په اړه د راپورونو ورکولو په خاطر نن دوشنبه د میانمار یوې محکمې د دې هېواد د محرمیت له قانون څخه په سرغړاوي تورن کړل. د دې محکمې قاضي وايي، ۳۲ کلن والون او ۲۸ سیوا هو چې برمایان دي، د جولای په ۱۶مه به د محکمې لومړنۍ غونډې ته حاضر شي. د برما د قوانینو له مخې، هغو تورونو ته چې دا خبریالان ورسره مخ دي، تر ۱۴ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدای شي. د روېټرز خبري اژانس وايي، دا دواړه خبریالان بې‌ګناه دي او یوازې په برما کې د روهنګیايي مسلمانانو د ډله‌ییزې... Читать дальше...

کرملېن په بریتانیا کې د یوې ښځې په مسمومیت کې لاس لرل رد کړي

Pa.azadiradio.com 

کرملېن د هغې ښځې په مسمومیت کې لاس لرل رد کړي چې بریتانوي چارواکي وايي، د هغو موادو سره د تماس له کبله مړه شوې چې یو پخوانی روسي جاسوس او لور یې پرې مسموم کړای شوي وو. د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف په دې اړه پر روسیې تور د خندا وړ بللی او ویلي یې دي چې په بریتانیا کې د دې کیمياوي موادو د موجودیت د دوام په اړه ژوره اندېښنه لري. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د بریتانیا پولیسو وویل، د درې ماشومانو مور ۴۴ کلنه ډان سټورګیس د نوويچوک په نوم کیمياوي موادو سره د تماس له کبله روغتون کې مړه شوې ده. Читать дальше...

چارواکي: په غور او هرات کې په تېرو ۲ ورځو کې ۳ کسانو ځان وژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په غور او هرات ولایتونو کې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه درېیو کسانو ځان وژنې کړې دي. په غور کې چارواکي وايي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د ساغر په ولسوالۍ کې خپل ځان زندۍ کړی دی. د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي وايي، د مژګان په نوم دې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژنه کړې ده. بل‌خوا له هرات څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوې ښځې او یوه سړي ځانونه وژلي دي. د هرات د حوزوي روغتون مسؤل محمد رفیق شیرزی وايي، دا دواړه پېښې له یوې بلې جلا پېښې شوې دي. د دې ځان وژنو علت لا څرګند نه‌دی.

وداده او د ترکمنانو ځانګړي مراسم

Pa.azadiradio.com 

په دغه ځای کې د یو ترکمن ځوان د واده مراسم تر سره کیږي. په اوږد مهاله کلونو کې د روحي او راواني ستونزو سره سره افغان ترکمنو ځوانانو د نورو قومونو په څېر خپل تېر تاریخي یادونه له یاده نه دې ویستلي. ویډیو: عالم رحمانیا ایډیټ: ابراهیم صافی

په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. پېښه پرون یکشنبه رامنځته شوې ده. د ترکیې چارواکو ویلي، هغه اورګاډی چې ۳۶۰ مسافر پکې سپاره وو، د دې هېواد په شمال لوېدیځ تیکرداګ ولایت کې ناڅاپه له پټلۍ ووت. د تیکرداګ والي محمد چیلان د ان ټي وي ټلویزوني چېنل ته ویلي چې پېښه د هوا د خرابوالي له کبله پېښه شوې ده.

چارواکي: په ارزګان کې له نامسؤله وسله‌والو وسلې اخیستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له غیر مسؤله وسله‌والو یې ۲۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۲ رنجر موټر اخیستي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یادې وسلې او موټرونه‌يې په دغه ولایت کې د صالح محمد په نوم له یوه زورواکي څخه اخیستي دي. نوموړی وايي، دغه لړۍ دوام لري او ډېر ژر به په دغه ولایت کې له ټولو غیر مسؤله وسله‌والو او زورواکو څخه وسلې او نور دولتي وسایل هم راټول کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جنوب کې د... Читать дальше...

چارواکي: په ارزګان کې له نامسؤلو وسله والو وسلې اخیستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له غیر مسؤلو وسله والو یې ۲۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۲ رنجر موټر اخیستي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یادې وسلې او موټرونه يې په دغه ولایت کې د صالح محمد په نوم له یوه زورواکي څخه اخیستي دي. نوموړی وايي، دغه لړۍ دوام لري او ډېر ژر به په دغه ولایت کې له ټولو غیر مسؤلو وسله والو او زرواکو څخه وسلې او نور دولتي وسایل هم راټول کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جنوب کې د ۲۰۵... Читать дальше...

امریکا: د افغانستان په جنوب کې یو وژل شوی سرتېری د کلیفورنیا و

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې د امریکا د پوځ یو سرتېری چې ظاهراً د افغانستان په جنوب کې په یوه نفوذي حمله کې ووژل شو، د کلیفورنیا د ایالت و. د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د دې سرتېري نوم جوزېف ماسیل یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د سوت ګېټ د ښار اوسېدونکی و. نوموړی د شنبې په ورځ د ارزګان په ترینکوټ کې ټپي او وروسته د ټپونو له کبله مړ شو. په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي چې په دې پېښه کې دوه نور امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

کابل کې د ووشو فدراسیون د ۱۴ او ۱۲ کلنو ځوانانو ترمنځ سیالي کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ووشو فدراسیون د ۱۴ کلنو او ۱۲ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ په کابل سیالۍ ترسره شي. د دغه فدراسیون رئیس سید رحمان یورش نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغو لوبو کې د کابل له بېلابېلو برخو د ووشو کلپونه برخه اخلي. د نوموړي په خبره، له کابله وروسته دغه سیالۍ د هېواد په نورو زونونو کې هم ترسره کېږي. د افغانستان د ووشو فدراسیون دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ کلپونه لري چې لوبغاړي یې په نړیوالو او اسیايي سیالیو کې ۴۸۷ مډالونه ګټي دي.

د افغانستان د کیک بوکس ملي ټيم ایران ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کیک بوکس ملي ټيم په اسیايې لوبو کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغو لوبو کې شل بېلابېل هېوادونه برخه لري او د افغانستان په استازیتوب اووه لوبغاړي، یو روزونکی او یو لوبډلمشر ګډون کوي. دغه لوبې په تهران کې ترسره کېږي. لوبې به د جولای له ۱۱مې نېټې پیل او درې ورځې به دوام وکړي. افغان لوبغاړو په تېرو لوبو کې یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د بُرنزو مډال ګټلی دی.

د نواز شریف زوم ځان چارواکو ته سپارلی

Mashaalradio.com 

د جولای پر شپږمه د پاکستان احتساب عدالت صفدر ته له خپل خسر نواز شریف او له خپلې ښځې مریم نواز سره په لندن کې د کورونو اخیستو په یوه قضیه کې د شراکت او مرستې د تورونو پر اساس د یو کال بند سزا واوروله.