ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

د پکتيا چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي

0
نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې یاد عملیات تېره شپه او نن ورځ ترسره شوي او په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات اوس هم روان دي.


ښاغلي حسرت زیاته کړه چې د احمدابا په ولسوالۍ کې ۵۵ وسله وال وژل شوي چې په دې کې د طالبانو د سرې قطعې جنګیالي او د دوی یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.


ده وویل، په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات چې اوس هم روان دی، د دوی د معلوماتو پر بنسټ په کې ۴۶ وسله وال وژل شوي دي.


ده د عملیاتو سیمې د زرمت شموزي، پاټک، هیبت خېل او یمني خېل یادې کړې.


د پکتیا د والي ویاند وویل چې په زرمت کې د جګړې له اوضاعو داسې معلومېږي چې ممکن پدې سیمه کې د وسله والو مرګ ژوبله تر دې هم لوړه وي.


ده وویل چې په دې باب به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.


تر اوسه وسله والو طالبانو د یادو عملیاتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.