ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

افغان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش او هند په وړاندې لوبډلې اعلان کړې

0
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش او هندوستان په وړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.


د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل نن په کابل کې د يادو لوبډلو د اعلان پر مهال وویل چې د هند په وړاندې لومړنۍ او تاریخي ټسټ لوبې او د بنګله‌دېش په وړاندې درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو ته ټول لوبغاړي د وړتیا او ښې کارکردګۍ له مخې ټاکل شوي دي.


وفادار مومند او دروېش رسولي دوه هغه نوي ځوانان دي چې د لومړي ځل لپاره به په ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ولوبېږي.


ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ د جون له درېیمې نه تر ۷مې نېټې پورې او د هند سره لومړنۍ تاریخي ټسټ لوبه د همدې میاشتې له ۱۴مې نېټې نه تر ۱۸مې پورې په هندوستان کې ترسره شي.