ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

ټرمپ منلې چې د شمالي کوريا یو لوړپوړی چارواکی نيويارک ته پر لاره دی

0
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تأييد کړه چې د شمالي کوريا تر ټولو لوړپوړو چارواکو څخه يو يې نيويارک ته پر لاره دی چې د ټرمپ او شمالي کوریا د مشر کيم جونګ اون د سرمشريزې په اړه خبرې وکړي.


ټرمپ نن سې شنبه په یوه ټوېټ کې ویلي چې امریکا له شمالي کوریا سره د خبرو لپاره ډېر ښه ټيم جوړ کړی دی او د سرمشريزې په اړه خبرې دوام لري.


د ټرمپ په ټوېټ کې راغلي:


"د شمالي کوریا مرستيال مشر کيم یونګچل نيويارک ته پر لاره دی او دا زما ليک ته کره عکس العمل دی، مننه!"


کيم د شمالي کوریا د واکمن ګوند د مرکزي کمېټې چې د داخلي چارو مسؤليت لري، مرستيال مشر دی.


د جنوبي کوریا رسنیو مخکې راپور ورکړ چې دی به امريکا ته د مې مياشتې په دېرشمه نېټه چې سبا ده، رسېږي.