ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

ولسمشر غني د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د نمرو ورکولو سپارښتنه وکړه

0
ولسمشر اشرف غني نن د کابل ښار په ده سبز ولسوالۍ کې د یوه ښارګوټي د پرانیستو پرمهال د وژل شویو افغان پوځیانو کورنیو ته د سلو نمرو د وېشلو سپارښتنه وکړه.


ښاغلي غني د پیروزي په نوم د استوګنې د ښارګوټي د پرانیستو په غونډه کې امنیتي دفاعي ارګانونو ته دنده ورکړه چې د شهیدانو د وارثانو لېست برابر کړي.


ولسمشر همداراز وویل چې د شهیدانو پر کورنیو سربېره د راستنېدونکو کډوالو، ښوونکو او وژل شویو خبریالانو کورنیو ته هم باید د کورونو لپاره نمرې توزیع شي.


چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل لپاره په ده سبز کې نوي پلان شوي ښار ته نژدې په پیروزي ښارګوټي کې به له لس زرو زیات کورونه او دیارلس نیم زره اپارتمانونه جوړ شي.