ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

د کابل د سید جمال‌ الدین افغان دارالمعلمین استادانو اعتصاب کړی

0
په کابل کې د سید جمال‌الدین افغان دارالمعلمین سلګونه استادانو او محصلانو نن سې شنبه صنفونو ته د نه‌تلو اعتصاب کړی دی.


د دې دارالمعلمین یوه استاد عبدالغني احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه اعتصاب هدف‌یې پر پوهنتون د دغه دارالمعلمین بدلېدل دي.


د هغه په وینا، دغه دارالمعلمین د پوهنتون ټول معیارونه پوره کړي او دولت باید هغه پوهنتون ته لوړ کړي.