د عاصمې راني کورنۍ: په زوره مو روغې جوړې ته مجبوروي
صفیه راني چې د وژلې شوې محصلې عاصمه راني خور ده، مشال راډیو ته یې د یکشنبې پر ورځ وویل چې د مجاهد اپریدي د کورنۍ او دوستانو لخوا پرې زښته زیات فشار دی او هڅه کېږي چې دوی راضي نامې ته اماده کړل شي.
