ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

په ننګرهار کې د سولې او حق غوښتنې خېمه ټوله شوه

0
په ننګرهار کې د سولې او حق غوښتنې خېمه چې پوره یوه میاشت وړاندې د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې درول شوې وه، د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټوله شوه.


د ختیځې سیمې ولسوونه وايي، دوی د سولې او حق غوښتنې په تړاو د خلکو نظرونه او وړانديزونه راټول کړي چې نړیوالې ټولنې او  د جګړې ښکېلو خواوو ته به یې وسپاري.


د دې حرکت یو برخه وال وايي، که چېرې ښکېلو خواوو او نړیوالې ټولنې د ولسوونو غوښتنو او وړاندیزونو ته پام ونه کړ، نو په هغې صورت کې به دوی بیا هم خپلو ولسي حرکتونو ته دوام ورکري.


دوی زیاتوي، ختیځوالو د دې ولسي حرکت په ترسره کولو سره ټولو خواوو ته دا پيغام ورکړ چې ولس د ظلم او ناروا پر وړاندې چپ نشي پاتې کېدلای.


دوی په اعلاميه کې د جګړې پر اوربند، د رښتينې سولې پر راوستو او په ولایتونو کې د سالمو اصلاحاتو په راوستو ټينګار کړی دی.


د سولې او حق غوښتنې دا خېمه د ختیځې سیمې د ولسوونو له خوا پوره یوه مياشت وړاندې هغه مهال درول شوې وه چې په کابل او هلمند کې هم د سولې د غږ د بدرګه کولو په خاطر، ولسي حرکتونونه پيل شول.