ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

مراکش اعلان وکړ چې له ایران سره یې خپلې اړیکې پرې کړي

0
مراکش اعلان وکړ چې له ایران سره یې خپلې اړیکې پرې کړي دي.


د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ناصر بوریتا دا اعلان پرون وکړ.


مراکش ویلي چې له ایران سره یې اړیکې له پولیساریو ډلې او حزب الله ډلې څخه د تهران د ملاتړ په خاطر پرې کړي دي.


د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران سفیر له مراکش وتلی او په ایران کې د مراکش سفارت هم ژر تړل کېږي.


ایران تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.