ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30
31

په پاکستان کې ځان مرګي برید لږ تر لږه ۷ تنه ووژل

0

د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ډیره اسماعیل خان کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوې دي.د ډیره اسماعیل خان د پولیسو یوه مشر محمد عدنان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې دا ځان مرګی برید و چې د جمعې په ورځ د واده د مراسمو پرمهال وشو او پکې د امن کمیټې د مشر وحیدالله جګري په شمول اووه تنه ووژل شول.د پېښې شاهدان وایي چې د چاودنې له امله یوه کوټه نړیدلې ده چې لاهم د ژغورنې عملیات روان دي او ښایي تلفات زیات شي.د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.