د ملګرو ملتو مرستاله کابل ته رسیدلې
د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله کابل ته تللې ده.د یوشمیر رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې روزمیري دیکارلو نن د طالبانو له یوشمیر مشرانو سره خبرې وکړي.نژدې اونۍ مخکې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اغلې دیکارلو د دې سفر په اړه ویلي و چې هدف یې د دوحې پروسیې تعقیبول دي.دا پروسه د دوه زره درویشتم کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پيل کړه چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو همغږه کول دي.د دې پروسې په لومړیو دوو ناستو کې په افغانستان کې پر بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او بشري مرستو تمرکز شوی و.
