ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ویسټ اینډیز کرکټ لوبډلې افغان ټیم ته ماتې ورکړه

0

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ اینډیز سره د درې شل اوروه لوبو وروستۍ یوه تیر ماښام د پنځلس منډو په توپیر بایلوده.تر دې مخکې دوې لوبې افغانستان ګټلې وې. دا لوبې نړیوال جام ته د تیاریو لپاره په متحد عربي اماراتو کې ترسره شوې.ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.