د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: د تیرکال ترپایه په نړۍ کې له درې سوو زیات خبریالان په زندانونو کې و، د افغانستان نوم ندی یاد شوی
د ۲۰۲۵ کال په پای کې د پرله پسې پنځم کال لپاره په نړۍ کې له ۳۰۰ څخه زیات خبریالان په زندانونو کې ساتل شوي دي. دا خبره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په خپل نوي راپورکې چې د جنوري په ۲۱ یې خپورکړی کړې ده. د راپور له مخې، په هغه سروې کې چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه ترسره شوې، چین، میانمار او اسرائیل تر ټولو زیات زنداني خبریالان لرل، او ورپسې د روسیې او بیلاروس یادونه شوې.
د CPJ د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې په نړۍ کې ټولټال ۳۳۰ خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله زنداني شوي وو. دا د ۱۹۹۲ کال راهیسې، چې CPJ د دغو شمېرو ثبت پیل کړی د نړۍ په کچه د زنداني خبریالانو درېیمه لوړه شمېره بلل کېږي. په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر د ریکارډ ترکچې، یعنې ۳۸۴ کسانو ته رسېدلی و.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) د ۲۰۲۵ کال د زنداني خبریالانو په سروې کې د نږدې درېیمې برخې زنداني خبریالانو پر وړاندې ناوړه چلند ثبت کړی دی؛ چې له دې ډلې ۲۰ سلنه یې د شکنجې یا وهل ټکولو ادعاوې کړې دي. د CPJ د ۱۹۹۲ کال راهیسې څېړنې ښيي چې د شکنجې او وهل ټکولو تر ټولو زیاتې پېښې په ایران کې شوې دي او ورپسې اسراییل او مصر ښودل شوي.
د دې راپورله مخې د پرله پسې دریم کال لپاره، چین د ترټولو زیاتو زنداني خبریالانو له پلوه خپل ځای ساتلی چې شمیریې پنځوسو ته رسیږي. په دوی کې هغه اوه تنه خبریالان هم شامل دي چې د هانګ کانګ په زندانونو کې ساتل کیږي.
میانمارکې د زنداني خبریالانو شمیردیرش تنه ښودل شوی او ورپسې دریم ځای اسراییل نیولي چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې یې د فلسطیني زنداني خبریالانو شمیر ۲۹ ته رسیده. اسراییل په ۲۰۲۴ کال کې د زنداني خبریالانو له پلوه دوهم ځای درلود. په راپورکې ویل شوي چې خپلسري نیونې د اسراییل له هغو وسایلو څخه دي چې معلوماتو ته د عامو خلکود لاسرسي حق یې محدود کړي هغه څه ته چې د بشري حقونو ډلې او کارپوهان یې نسل وژنه بولي.
په ۲۰۲۵ کال کې، اسیا لا هم هغه سیمه وه چې د نړۍ تر ټولو زیات زنداني خبریالان یې درلودل. د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې ۱۱۰ خبریالان په دې لویه وچه کې زنداني و چې دا په نړۍ کې د ټولو زنداني خبریالانو درېیمه برخه جوړوي. په جنوبي اسیا کې، بنګله دېش څلور خبریالان په زندان کې درلودل او هند هم دوه خبریالان بنديان کړي وو.
په اروپا او مرکزي اسیا کې، ۹۶ خبریالان زنداني وو. روسیه د ۲۷ زنداني خبریالانو په لرلوسره چې له هرو پنځو دوه یې اوکرایني خبریالان و، په دې سیمه کې لومړی ځای درلود.
په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې، ۷۶ خبریالان زنداني وو. سعودي عربستان اته زنداني خبریالان درلودل چې دا شمېر د ۲۰۱۹ کال له ۲۷ کسانو څخه کم شوی اوپه ایران کې پنځه خبریالان زنداني وو چې شمیر یې د ۲۰۲۲ کال له ۵۵ کسانو څخه ښکته شوی دی.
په متحده ایالاتو کې، د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې هېڅ خبریال د خپل مسلکي فعالیت له امله زنداني نه و.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپورله مخې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې، ډېری زنداني خبریالانو د سیاست په برخه کې راپورونه چمتو کول. د CPJ معلومات ښيي چې د دې سروې له مخې، ۲۶ سلنه خبریالان پنځه کاله یا تر دې زیات وخت له محکمې او حکم څخه پرته په زندان کې پاتې شوي چې دا چاره د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، ځکه دا قوانین د بې ځنډه او عادلانه محاکمې پر ترسره کېدو ټینګار کوي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې په افغانستان او پاکستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي. خو په افغانستان کې تیرکال د خبریالانو مدافعو ټولنوکله ناکله د طالبانو له لوري د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو د نیولو او له هغوی سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ) یوه خپلواکه او غیرانتفاعي اداره ده چې په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ پراختیا هڅوي.
