ریچارډ بینیټ: هیوادونه دې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټایډ د قانوني کولو ملاتړوکړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ له هیوادونو وغوښتل چې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټاید د قانوني کولو ملاتړوکړي. بینیټ نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې په نیویارک کې د بشریت پر ضد د جرمونو د کنوانسیون په اړه بحثونه پیلیږي، دی د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض یا توپیرپالنې په اړه له کاري ډلې سره یوځای کیږي. په عین حال کې په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازي، چې چاري یې د پخواني جمهوري حکومت چارواکی نصیرفایق کوي، ویلي چې د ملګروملتونو په مقدماتي کمیټه کې یې د بشریت پرضد د مجازاتو او جنایتونو د مخنیوي پرفوري اړتیا ټینګارکړی. نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د سیسټماتیکو او منظمو تاوتریخوالي قرباني دي. هغه ویلي چې په دې غونډه کې یې غوښتنه وکړه چې جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټاید ته دې له قانوني پلوه د بشریت پرضد د یوه جنایت په توګه وګوري نه په سمبولیک ډول.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په ګډون د ملګرو ملتونو یو شمېر لوړ پوړو استازو د افغانستان وضعیت 'د جنسیت پر بنسټ اپارټایډ' بللی، خو تر اوسه پورې یې قانوني بڼه نده غوره کړې.
په عین حال کې په تیره تلې یا میزان میاشت کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ښځو او بشري حقونو لسګونو پېژندل شویو فعالانو او بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غوښتي چې جنسیتي اپارټایډ د جرمونو د کنوانسیون په مسوده کې شامل کړي.
