ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پوليسو په کوټه کې لسګونه احتجاج کوونکي حکومتي کارمندان نيولي دي

0
په بلوچستان کې د سرکاري کارمندانو اتحاديه وايي چې پوليسو د جنورۍ پر ۲۰مه په کوټه کې د احتجاج پر مهال د هغوی شاوخوا ۱۵۰ غړي نيولي دي. سرکاري ملازمينو د احتجاج پر مهال له حکومته غوښتنه کوله چې هغوی ته دې هم د وفاقي ملازمینو په څیر په تنخاګانو کې د توپير کمولو تخصيص يا ډيسپېريټي ريډکشن الاونس (ډي ار اې) ورکړل شي. که څه هم پوليسو د نيول شويو ملازمينو کره شمېر لا نه دی په ډاګه کړی، خو ملازمين وايي چې د خپلو ملګو د نيولو په غبرګون کې يې د دوو اونيو لپاره په دفترونو کې ټولبند اعلان کړی دی. ويډيو رپورټ