طالبان؛ پاکستان دې د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي
د طالبانو حکومت وايي، په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له دوی سره د ناوړه چلند پېښې زیاتې شوې دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، تازه په یوه غږیز بیان کې له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورونې، ځپنې او نیولو لاس واخلي.
مریم، چې د پاکستان په پلازمینه اسلاماباد میشته افغانه کډواله ده، وایي تازه یې ځینې خپلوان د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او د ډیپورټ کمپ ته انتقال شوي دي.
هغې دوشنبه د جنورۍ ۱۹مه، ازادي راډیو ته وویل چې خپلوان یې د اسلاماباد په «بي ۱۷» سیکټر کې اوسېږي، او داسې مهال چې هغوي یو جدي ناروغ هم درلود خو پولیسو بیا هم نیولي دي.
هغې وویل، "مور یې په روغتون کې بستر وه، پولیسو یې یو زوی او درې ځوانې لوڼې ونیولې او حاجي کمپ ته یې یوړې یوه لور یې له مور سره پاتې شوه.ګ ړمور حالت یې ډېر خراب و، راته یې زنګ وواهه او ویل یې څه وکړم؟ که پیسې غواړي، زه یې ورکوم خو، چې زما زوی او لوڼې خوشې کړي. ډېره اندېښمنه وه. موږ هیله لرله چې وضعیت به ښه شي، خو لا خراب شو."
یوه بله افغانه میرمن، چې د اسلاماباد په یوه بله سیمه کې اوسیږي وایي چې په وروستیو کې دوه ځله د پولیسو له لوري نیول شوې ده.
دې ښځې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، "وضعیت ډېر خراب دی یو ځل یې ونیولم، خو وتښتېدم بل ځل یې بیا له خپل خاوند سره یو ځای ونیولم بیا یې پیسې له موږ واخیستې،یو کس څو څو ځله نیسي پیسې ترې اخلي، دوی اوس په شخصي موټروکې راځي او ان د کورونو دروزاې په افغانانو پسې ورماتوی."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورونې او ناوړه چلند پېښې ډېرې شوې دي.
هغه تازه يه یوه غږیز بیان کې له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورونې، ځپنې او نیولو لاس واخلي. "د پاکستان حکومت باید دې ته اړ شي چې د کډوالو حقونو ته پاملرنه وکړي او د کډوالۍ د نړیوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي، او د افغان کډوالو له نیولو او ځورونې لاس واخلي."
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال دغه راز یکشنبه د جنورۍ ۱۸مه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت په یوه غونډه کې ویلي چې په تېر یوه کال کې ۲.۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه په نامناسبو شرایطو کې په جبري ډول افغانستان ته راستول شوي دي.
خو نوموړي ټینګار کړی چې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون له لارې هغوی ته یو شمېر اسانتیاوې برابرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون ویلي، یکشنبه، د جنورۍ ۱۸مه، له پاکستانه تر ۲ زرو زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
همدارنګه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د جنورۍ په لومړیو کې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو کچه د مخکنۍ اوونۍ په پرتله ۱۸ سلنه لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، د جنورۍ له ۴مې تر ۱۰مې پورې، ۱۷۲۶ افغانان په پاکستان کې نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په تېر میلادي کال کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې پرېکړه وکړه چې په څو پړاوونو کې به له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړي.
د پناه غوښتونکو افغانانو په ډله کې د پخواني جمهوري نظام کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان او د ښځو او بشري حقونو مدافعان شامل دي، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.
بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري ایستل غندلي او دا یې د ایران او پاکستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې بللي دي.
