د بې درکه کسانو خپلوانو په پېښور کې مظاهره کړې ده
له خیبر پښتونخوا د یوشمېر بې درکه کسانو خپلوانو په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره کړې ده او له حکومته یې عدالتونو ته د هغوی وړاندې کولو غوښتنه کړې ده. د جنورۍ ۱۹مې د احتجاج ځینو ګډونوالو مشال راډيو ته وویل چې خپلوان یې له کلونو راهیسې ورک ول چې امنیتي ادارو په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا له زندانونو پنجاب ته لېږدولي دي. چارواکو لا د مظاهرچیانو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن، پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوالان او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي. د پاکستان د قانوني چارو وزیر په ۲۰۲۴ز کال کې ویلي ول چې په جبري بې درکیو کې د دولتي بنسټونو ککړتیا نه شي ردېدای خو زیاته کړې وه چې په دې لړ کې یې کره شواهد نه دي ترلاسه کړي. اخوا د پاکستان پوځ په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي او وايي چې ځینې کسان چې بې درکه بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي او ځینې یې د عملیاتو او نښتو پر مهال وژل شوي دي. له دې پرته په پاکستان کې د جبري بې درکیو د پلټنو سرکاري کمېشن د تېر کال په سېپټېمبر وویل، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې د ۱۰،۶۳۶ کسانو ورکېدل ثبت کړي دي چې ورڅخه یې ۸،۹۸۶ قضیې هوارې کړې دي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
