په کابل کې چاودنې لږ تر لږه ۷ تنه وژلي، یوشمېر ژوبل دي
د افغانستان د پلازمېنې کابل د نوي ښار (شهر نو) په یو رستوران کې چاودنې لږ تر لږه اووه تنه وژلي او یوشمېر نور یې ژوبل کړي دي.د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې چاودنه د جنورۍ پر ۲۰مه "د شهر نو د ګلفروشۍ" په کوڅه کې په یوه رستوران کې شوې ده.
نوموړي ویلي چې پلټنیزې ډلې د "چاودنې د نوعیت په اړه" تحقیقات کوي چې "جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک" کړي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د "لومړنیو راپورونو له مخې" په پېښه کې "یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده."
نوموړي زیاته کړې چې کره ارقام به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
په کابل کې د اېټالیې په مرسته د چلېدونکي اېمرجنسي روغتون د مطبوعاتي چارو مسوولې مشال راډيو ته په برېښلیک (ایمېل) کړي بیان کې لیکلي دي چې په پېښه کې اووه تنه روغتون ته تر رسېدو مخکې پر لاره مړه شوي ول او ۱۳ ژوبل دي.
بیان د روغتون د مشر له خولې زیاتوي چې په ژوبلو کې څلور ښځې او یو ماشوم دی.
نوی ښار د کابل یو له خوندي سیمو ګڼل کېږي چې پکې ډېر دوکانونه او رستورانونه دي.
