ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په شهرنو کې چاودنه شوې؛ رسنیو خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپور ورکړی

0

د کابل په شهرنو سیمه کې نن ماسپیښین یوه چاودنه شوې ده.د راپورونو له مخې چاودنه د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې شوې.د طالبانو امنیتي چارواکو لا رسماً د دغه خبر تر لیکلو پورې د یادې چاودنې په اړه معلومات نه دي ورکړي.ګڼو کورنیو رسنیو کې د دې چاودنې اړوند ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي.خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتې راپورونه هم ورکړل شوي.د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت بیا په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې : «د ګلفروشۍ په کوڅه کې په یوه محلي رسټورانټ کې د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله د ګاز ډبې چاودنه را منځته شوې.»