د افغانستان او ویسټ انډیز شل اووریزه لوبه
د افغانستان او ویسټ اندیز د کرکټ ملي ټیمونه نن په یوه نړیواله شل اووریزه لوبه کې سره مخ کېږي.دا لوبه په دوبۍ کې ده چې د افغانستان په وخت به ماښام اوه بجې پیل شي.افغانستان او ویسټ اندیز تر راتلونکي نړیوال شل اووریز جام مخکې دری شل اووریزې نړیوالې لوبې لري. د ملي ټيم روزونکي جاناټن ټراټ په خبري کنفرانس کې وویل چې لوبغاړي دغو لوبو ته چمتو دي او د راتلونکي نړیوال جام تر مخه د مورال له پلوه د دغو لوبو ګټل خورا مهمه دي.اخوا د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي ټیم پرون ویسټ اندیز ته په نړیوال جام کې لویه ماته ورکړه.افغان ځوانانو ۲۶۳ هدف ورکړی وو خو ویسټ انډيز په ۱۲۴ اوټ شو.په دې ترتیب د افغانستان د نولس کلنو ملي ټیم دمګړۍ د نړیوال جام د ډي ګروپ لومړی مقام لري.دوی په خپله اولنۍ لوبه کې جنوبي افریقا ماته کړې وه.
