د طالبانو ویاند: په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دا مهال د پوهنې وزارت تر چتر لاندې په هیواد کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي. د هغه په وینا، نږدې دوه نیم میلیونه زده کوونکي په دغو مدرسو کې پردیني زده کړو بوخت دي.
ښاغلي مجاهد د کندهار ولایت په یوې جهادي مدرسې کې د وینا پر مهال وویل چې طالبانو دیني او جهادي مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د طالبانو ویاند همدارنګه ادعا وکړه چې عصري علومو ته هم پام شوی او ویې ویل چې ۱۲ میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې "د عصري علومو په زده کړه بوخت دي." مجاهد زیاته کړه چې ښوونیز نصاب هم "اصلاح" شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې او ښځې له منځنیو، ثانوي او لوړو زده کړو راګرځول شوې دي.
یوشمیر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو ډلو پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته د دیني مدرسو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغو مدرسو کې زده کونکي د افراطیت لورته هڅول کیږي.
