ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

شپږ پاکستاني پولیس د شمالي وزیرستان په ټانک کې وژل شوي

0

امنیتي چارواکي وایي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي.د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس پرون دوشنبه د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو مخالفانو د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پولیسو یو زغره وال موټر په چاودیدونکو موادو باندې هدف ګرځولی دی.تراوسه هیچا د دغې پیښې مسولیت نه دی اخیستی.د صدر اعظم شهباز شریف دفتر ویلي چې پیښه به څیړي.پرون دوشنبه د خیبرپښتونخوا په اورکزیو کې په دوو جلا امنیتي پیښو کې دوه ملکیان او درې وسله وال مخالفان وژل شوي دي.د دې پیښو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.