ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

امنه خان: پاکستان د افغان طالبانو له لاسه ۲۰ کاله بدنامي ګاللې ده

0
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په حکومتي اداره کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا د څانګې مشره ډاکټر امنه خان وايي چې پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ په تور ۲۰ کاله بدنامي يووړه، خو په وینا یې، اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په کار ده چې د دوه اړخيزو اختلافاتو او ترينګلتيا کمولو لپاره د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې پرضد ګامونه پورته کړي. نوموړې د جنورۍ پر اتمه له مشال راډيو سره د ځانګړي مرکې پر مهال وويل، که د طالبانو حکومت دا کار و نه کړي نو ښايي ټي ټي پي څو کلونه وروسته د هغوی خلاف هم مبارزه پيل کړي. امنې خان دعوه وکړه چې د طالبانو حکومت پر ټي ټي پي نفوذ لري او په وينا يې د هغه حکومت ځينو مشرانو ورته ويلي دي چې که د ټي ټي پي خلاف اقدام وکړي، نو د اسلامي دولت (داعش) ډلې ته یې د وسلوالو د اوښتو وېره ده. نوموړې زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځ د روان کړکيچ د هواري يوازينۍ لاره مخامخ خبرې اترې دي. د طالبانو حکومت پر ټي ټي پي د نفوذ خبرې ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او دا چې ناامني د پاکستان داخلي مسله ده چې خپله يې بايد هواره کړي. له ډاکترې امنې خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.