د افغانستان او پاکستان سوداګري ۵۳ سلنه کمه شوې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوهاړخیزه سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې له ۱.۲۶ میلیارد ډالرو څخه د روان مالي کال (۲۰۲۵–۲۶) په همدې موده کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. د دې کمښت اصلي لامل د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د لارو بندېدل بلل کېږي.
د ۲۰۲۵–۲۶ مالي کال له جولای څخه تر دسمبر پورې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تحارتي مالونو دوهاړخیزه سوداګري په څرګند ډول راکمه شوې ده. په پاکستان کې رسمي سرچینو «نېشن» ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۵۵ سلنه کم شوي، چې له ۷۵۴ میلیون ډالرو څخه ۳۳۶ میلیون ډالرو ته راښکته شوي دي.
همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د تېر کال پرتله ۴۹ سلنه کم شوي او له ۵۰۷ میلیون ډالرو څخه ۲۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د همدې بدلونونو له امله، د دواړو هېوادونو مجموعي سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
