ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د خبریالانو مرکز: ارزګان ۲۴م ولایت شو چې د ژوندیو موجوداتو تصویر خپرول په کې منع شول

0

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ارزګان ولایت کې د طالبانو لخوا د ذیروح اجسامو په عکاسي اود تصویرونو په نشر باندې بندیز غندي او دبیان دازادي او ازادو رسنیو د اصولو خلاف کار یې بولي.مرکز د پنجشنبې ورځې په اعلامیه کې وویل چې دارزګان دامربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دغه ولایت کې د ذیروحو اشیاوو فیلم اخسیتل او خپرول منع کړي دي.له دغه دستور سره سم ،د ارزګان داطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ارزګان تلویزیون راډیو ته اړولی دی.محلي خبریالان هم له عکاسي او دتصویرونو له خپرولو منع شوي دي.اعلامیه وايي چې د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي د ۱۷مې په مکتوب کې ویلي دي چې دغه لارښود د امربالمعروف د قانون د اولسمې مادې په اساس صادر شوی او رسنۍ باید له عکاسي ډډه وکړي.دافغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې په خپله دغه پریکړه دې بیرته واخلي. دافغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو په اساس ، ارزګان څلورویشتم ولایت دی چې د ذیروحو اجسامو د تصویرونو خپرول رسما په کې منع شوي دي.تردې مخکې دا ممنوعیت په ۲۳ نورو ولایتونو کې اعلان شوی دی.