یونېسف او یونسکو: افغانستان د نړۍ پر کچه د تعلیم له سخت ناورین سره مخامخ دی
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) او دغه شان د یاد سازمان علمي، ښوونیز او کلتوري اداره (یونسکو) وایي افغانستان د نړۍ پر کچه د تعلیم او زده کړې له یو سخت ناورین سره مخامخ دی. یونیسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې اندېښنه ښودلې چې په دې هېواد کې کابو ۹۳ سلنه ماشومان د لومړني ښوونځي تر پایه ان ساده متن نه شي لوستلی. بله خوا ځینې افغانې کورنۍ په ځانګړي ډول نجونې وايي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت بندیز دوی سختې خپه کړي او یو بې برخلیک حالت سره یې مخامخ دي.
د کندهار ولایت اوسېدونکې او د دوو نجونو زده کوونکو مور دې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۸مه ازادي رادیو ته وویل:
"دوی زموږ ټولې هیلې له خاورو سره یو شان کړې، موږ له نړیوالې ټولنې څخه ډېرې ګیله منې او خفه یو، ځکه هغوی یوازې زموږ د ځورېدو ننداره کوي او هغوی له لیک او لوست څخه زموږ لرې کول یوازې غندي، خو زموږ هیله دا وه چې د حقونو کلکه دفاع به مو وکړي."
بلخوا د کابل ښار د دریمو مکروریانو اوسېدونکې زهرې چې پر زده کړو یې تر بندیز مخکې د ۹ ټولګي زده کوونکې وه، او دوه نورو خویندو یې تېر کال شپږم ټولګی خلاص کړ هم ازادي راډیو ته وویل، که څه هم کورنۍ یې پرې د د زده کړو په برخه کې ډېر زیار کاږلی خو دې بندیز بې برخلیک او سختو شرایطور سره مخ کړه:
" دې بندیز موږ یو نامعلومه برخلیک سره مخ کړو، وړې خویندې مې چې ورونه ګوري چې هغوی ښوونځي ته ځي او دوی نه شي تللی تل یې په سترګو کې اوښکې وي، د طالبانو په راتګ زموږ او زموږ د پلار او مور دې برخه کې زحمتونه ټول بې ګټې شول."
دا په داسې حال کې ده چې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) او علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان یې (یونیسکو) په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د پوهنې د وضعیت په اړه په یو تازه ګډ راپور کې ویلي چې ښوونځي ته د لاسرسي په برخه کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې له ۲۰۲۱ راهیسې د محدودونکو پالیسیو، د اوږدمهاله پانګونې کموالي، د بندیزونو له امله د تمویل محدودیتونو او بشري ټکانونو په چټکۍ وضعیت بدل کړی او په ټکو یې میلیونونه ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له زده کړو محرومې شوي او په ټولو کچو کې د زده کړو پایلې یې له منځه وړي دي.
«یونیسف» او «یونیسکو» په خپل دې ۴۴ مخه ییز ګډ راپور کې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۷مه) یې پر خپله وېب پاڼه خپور کړی، اندېښنه ښودلې ویلي، افغانستان د نړۍ په کچه د تعلیم او زده کړې له یو سخت ناورین سره مخ دی او په وینا یې دې هېواد کې کابو ۹۳ سلنه ماشومان د لومړني ښوونځي تر پایه ان ساده متن نه شي لوستلی.
په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په لومړنیو ښوونځیو کې د نوم لیکنې شمېر ۶.۷۷ ملیون ته ورسېد، خو وده یې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټپه ودرېده، چې شاوخوا ۳.۷۸ میلیون هلکان زده کونکي او ۲.۹۸ میلیونه یې نجونې وې خو د راپور په ټکو، د هلکانو زده کوونکو د ګډون شمېر د بې وزلۍ، د کورنیو لخوا ترې د کار غوښتنو او د ښوونځي د کیفیت د کمیدو له امله په زیاتیدونکي توګه اغیزمن شوی دی.
راپور کې راغلي چې په ثانوي یا منځنیو زده کړو کې د نجونو ګډون په ۲۰۲۲ کې صفر ته راټیټ شوی او د افغانستان د واکمنو چارواکو (طالبانو) لخوا د وضع کړیو پالیسیو له مخې دا حالت تر اوسه همداسې پاتې دی.
دې راپور کې اټکل شوی چې تر اوسه شاوخوا ۲.۲ میلیونه کم عمره نجونې له ثانوي یا شپږم ټولګیو پورته زده کړو څخه محرومې شوي دي، او ۳۹۷ زره نور په هر تعلیمي کال کې د زده کړو له دوامه منع کېږي.
دغه شان، له ۲.۱۳ ملیون څخه ډیر د لومړني عمر لرونکي ماشومان له ښوونځیو بهر پاتې دي، چې شاوخوا ۶۰٪ یې نجونې دي.
د «یونیسف» او «یونیسکو» په دې ګډ راپور کې راغلي چې ټولې ثانوي زده کړې کمزورې شوې دي او په ټکو یې تایید شوي معلومات ښیې چې د دې زده کړو لپاره نوم لیکنه په ۲۰۲۴ کې شاوخوا ۱.۰۱ ملیون زده کونکو ته راټیټه شوه چې په ۲۰۲۱ کې دا کچه ۱.۴۲ میلیونه پورې لوړه وه، چې دا وضعیت د نجونو بشپړ حذفول او د هلکانو د ګډون کمیدل منعکس کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته ښوونځو کې او بیا پرلپسې په تدریجی فرمانونو کې پوهنتونونو او تن طبي انسټیټوټونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه ولګول چې لکونه نجونې یې له تعلیم او لوړو زده کړو محرومې کړې.
که څه هم دا بندیز دوی د خپل مشر تر بل امر پورې ځنډولې بللی و او ویلي یې وه چې نجونو د زده کړو لپاره به بېلابېل امکانات برابر او بیرته به دوی ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي خو دا بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
د طالبانو د حکومت دې او پر ښځو او نجونو ګڼو نورو محدودیتونو او بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه هم راوپارل چې لا هم دوام لري او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو یې وخت په وخت د منفي پایلو په اړه اندېښنې ښودلې دي.
یونیسف او یونیسکو د تېر ۲۰۲۵ کال اکتوبر په ۸مه هم په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړ و چې د نجونو لپاره د ثانوي زده کړو په اړه د طالبانو بندیز له ۲.۲ ملیونه ډیرې نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې کړې دي.
دې سازمانونو زیاته کړې وو چې که دا بندیز دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور ملیونه نورې نجونې هم له زده کړو محرومې شي، چې په بالقوه توګه به تر ۲۰۶۶ کال پورې د افغانستان لپاره د شاوخوا ۹.۶ ملیارد ډالرو اقتصادي زیان لامل شي.
