ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پي ټي اېم په پېښور، کوټې او ګڼو ښارونو کې احتجاجونه کړي دي

0
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجونه کړي. په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه له سهاره تر ماښام پورې په مختلفو وختونو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د مرکزونو پېښور او کوټې په ګډون په ګڼو وړو او لویو ښارونو او سیمو کې احتجاجې لاریونونه او غونډې وشوې. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پي ټي اېم په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ لویه جرګه وشوه. د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر ۱۶مه په ويډيويي پيغام کې په پښتون مېشتو سیمو کې احتجاجي غونډې اعلان کړې او و یې ويل چې هغه پاڅون د پښتنو په قامي جرګې کې د شویو پرېکړو د عملي کولو "لومړی قدم" دی. ویډیویی رپورټ