ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ګاونډيو او د سيمې هېوادونو کې افغان کډوال له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو شکايت کوي

0
يوشمېر هغه افغانان چې د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته کډه شوي، په ګاونډيو او د سيمې هېوادنو کې هم د ژوند له شته ستونزو شکايت کوي.


جمشید د تېر جمهوري نظام یو له پخوانیو کارکونکو څخه دی چې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړې او د اقتصادي ستونزو او بې‌‌کارۍ له امله په قاچاقي او غير قانوني لارو ایران ته تللى.


هغه ازادي راډيو ته وویل، له یوې میاشتې ډېره موده يې ايران ته پر لاره تېره کړې او دغه هېواد ته له رسېدو وروسته اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.


نوموړی وايي: "د افغانستان حالات بدل شول، نظام بدل شو، موږ د بې‌کارۍ او د ژوند د سختو شرايطو له امله خپل وطن پرېښودو، ۳۴ ورځې په لاره وو، له ډېرو ستونزو سره ايران ته ورسېدو، دلته بيا نورې ستونزې پيل شوې. د سرشمېرنې پاڼې، پاسپورټ او ویزې هم که ولرو دوى مو ځوروي، ډېرې ستونزې دي، خداى دې وکړي چې وطن جوړ شي چې بېرته ستانه شو."




معاذالله یو بل ځوان دی، چې وايي په یوه رسنۍ کې خبریال و، خو د ده په خبره، د طالبانو له راتګ وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ شو او په قاچاقي توګه له ناقانونه لارو د هېواد پرېښودو ته اړ شو.




نوموړي د قاچاقي لارو د ستونزو او ترکيې ته د خپل تګ په اړه ازادي راډيو ته وويل: "زه د قاچاق له لارې ترکیې ته راغلم، نږدې دوه میاشتې له ایران څخه ترکیې ته په لاره وم، په خپلو سترګو مې ولیدل چې زموږ ځوانان د قاچاقبرانو له‌خوا وهل شوي، دوی د ایران او ترکیې د پولیسو له‌خوا وهل شوي، ډېر بد حالت یې و، زه اوس په ترکیه کې یم، زه په ښه حالت کې نه‌یم، دلته ژوند ډېر ستونزمن دی."


هڅه مو وکړه، چې د افغانانو د ستونزو او بې‌‌کارۍ په اړه او د طالبانو حکومت د پلانونو په اړه د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ویاند سمیع‌‌الله ابراهیمي نظر هم واخلو، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راديو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې.


خو اقتصادي شنونکي وايي، د بې‌کارۍ او بهر ته د افغانانو د تېښتې یو لامل د طالبانو د حکومت له‌‌خوا د خلکو د بې‌کارۍ د حل لپاره د منظم او واضح پلان نشتوالی دی.


یو له دغو شنونکو محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د اقتصاد ښه کېدو او د بې‌کارۍ د له منځه وړلو لپاره ډېر امکانات شته، د بېلګې په توګه افغانستان ډېر نا کارول شوې سرچینې لري. افغانستان د اقلیم، ځمکنيو، اوبو او کانونو له پلوه ډېرې شتمنۍ لري چې کولای شي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او بې‌کاري پای ته ورسوي."




اقتصاد پوهان ټینګار کوي، که په افغانستان کې د بې‌کارۍ د له‌منځه وړلو لپاره یو منظم پلان جوړ شي، اقتصادي ستونزې به حل شي او د بې‌کارۍ کچه به راټیټه شي.


د دوی په خبره، له‌دې سره به خلک اړ نه وي چې هېواد پرېږدي، بلکې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ډېر خلک به افغانستان ته د کار لپاره ورشي.


دا اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌‌مخې، په افغانستان کې بې‌وزلۍ او د بې‌کارۍ کړکېچ زیات شوی دی.


په‌دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې، ګڼ‌شمېر افغانان، چې ویل کېږي د بې‌کارۍ له امله یې هېواد پرېښی او ایران ته تللي وو، د ایران او پاکستان پر پوله په کلګان سیمه کې د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا پرې ډزې شوي، چې یوشمېر وژل شوي او یوشمېر هم ټپیان شوي دي.