ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د بشري حقونو د څار سازمان: د ناروې حکومت د افغان مېرمنو د حقونو په اړه دوه‌ګونی چلند لري

0
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ناروې حکومت د بشري حقونو د نورو مسایلو په پرتله د افغان ښځو د حقونو په اړه دوه ګونی چلند لري.


د بشري حقونو د څار سازمان له افغان مېرمنو د نړیوال قانوني ملاتړ د پراخولو غوښتنه کوي.


دې سازمان تازه د بشري حقونو د څار د اسیا څانګې د یوې څېړونکې فرشتې عباسي د مقالې په خپرولو سره ویلي، داسې ښکاري چې د ناروې حکومت د افغان ښځو د حقونو په اړه دوه مخې پالیسي لري.


په مقاله کې د نوموړې له قوله راغلي، کله چې هم د افغانستان خبرې کېږي، هغه ځای چې په ټکو یې مېرمنې په‌کې په زیاتېدونکې توګه د جنسیتي تبعیض او ځورونې سره مخ دي، نو ناروې له ډېر احتیاطه کار اخلي.


اغلې عباسي ویلي، د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې ناروې طالبانو ته لومړی فرصت برابر کړ چې په اروپا کې له لوېدیځو چارواکو سره خبرې وکړي.


په مقاله کې دغه شان د اغلې عباسي له قوله ویل شوي، طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دوی په زیاتېدونکې توګه پر افغان ښځو او نجونو د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات کړی دی.


په مقاله کې وړاندې راغلي، ناروې ادعا کوي چې افغانستان یو دودیز او سنتي هېواد دی او له همدې امله هلته ښځې لږ حقوق لري، خو دغه هېواد هڅه کوي چې د طالبانو سرغړونې راکمې کړي.




په همدې حال کې د افغان ښځو د حقونو یوشمېر فعالانې د ناروې پر دریځ د نیوکې سربېره وايي، د افغان ښځو لپاره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د اروپايي هېوادونو ملاتړ ډېر مهم دی.




د دوی له ډلې رقیه ساعي ازادي راډيو ته وويل: "د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ښځې هېڅ ملاتړ نه‌لري او سخت حالت سره مخامخې دي، هغو مېرمنو چې خپلو کورنیو ته یې روزي ګټله او نور څوک یې نه لرل له مالي او رواني ستونزو سره مخ دي، د افغان مېرمنو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې، ملګروملتونو او اروپايي هېوادونو توجه او ملاتړ ډېر مهم دی."


دغه راز د ښځو د حقونو يوه بله فعاله چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه‌غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي، وايي: "زه فکر کوم چې ښځې د نړیوالې ټولنې سل په سلو کې هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه چې ټولې افغانې ښځې له زده‌کړو، د کار له حق او فردي ازادیو بې‌‌برخې دي، له کورنیو ستونزو سره مخ دي او په ورته وخت کې په زور ودونو ته اړ کېږي."


دا په‌داسې حال کې په ورستیو کې د کاناډا او استرالیا سربېره دوو اروپايي هېوادونو جرمني او هالنډ خبرداری ورکړی، که طالبان د ښځو د حقونو نقض ته دوام ورکړي نو د عدالت نړیوالې محکمې ته به یې راکاږي.




په کور دننه او بهر د یادو هېوادونو له دغه اعلانه پراخ ملاتړ شوی خو افغان مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د لا نورو جدي او عملي اقداماتو غوښتنه کوي.


د طالبانو حکومت په خپلې څه باندې درې کلنۍ واکمنۍ کې له شپږم ټولګیو پورته افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو منع کړي، په ډېریو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د دوی پر کار هم بندیز لګولی دی.


که څه هم افغان مېرمنې او نجونې له ګڼو محدویتونو سره مخامخې دي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې د ټولو او په ځانګړي ډول د میرمنو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.


هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه‌‌ده.


نړیوالې ټولنې په وار له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو اړوند مسایلو کې دې له نرمښته کار واخلي او په‌دې اړه دې خپل دریځ بدل کړي.