ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې مالدیپ ته ماتې ورکړه

0
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن یک‌شنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د مرکزي اسیا په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له مالديپ سره ترسره کړه چې ۳ د صفر پر وړاندې یې وګټله.


افغان لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې درې سیټه په غټ توپیر وګټل او په روان ټورنمنټ کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.


افغانستان تر دې وړاندې ترکمنستان او ازبکستان ته سیالۍ بایللې دي.


افغان لوبډله به د ګروپي پړاو دوه نورې سیالۍ له تاجکستان او قرغیزیستان سره ترسره کړي.


د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د شپږو هېوادونو په ګډون سره د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوي دي او د اکټوبر تر ۲۴مې نېټې به دوام ولري.