ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې: افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی

0
د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په زياتېدو دی.


د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو ته په پام، ټینګار کړی چې د زرګونو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره مالي ملاتړ ضروري دی.


دې ادارې پرون پنج‌شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې کال په پیل کې، اټکل شوی و چې تر پنځو کلونو کم‌عمره شاوخوا دوه ميلیونه او ۹ لکه ماشومان به په ۲۰۲۴م کال کې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.




په اعلامیه کې ویل شوي چې، ګرځنده روغتیايي ټیمونه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ثابت کلینیکونه د ماشومانو د حادې خوارځواکۍ ټکان ورکوونکې پېښې ثبتوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې کورنۍ له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخامخې دي.


خو دا نه‌دي ویل شوي، چې تر اوسه دقیقاً په حادې خوارځواکۍ څو اخته ماشومان ثبت شوي دي.


په اعلامیه کې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرټرجنرال ډاکټر نبي برهان په حواله راغلي، چې ویلي یې دي، د هغو شمېرو له‌مخې چې د دې ټولنې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو او ثابتو کلینیکونو له‌‌خوا ثبت شوي په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه حیرانوونکې ده.


هغه ویلي، که په حادې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه ونه‌شي، د دوی ژوند ګواښلی شي.


برهان ټینګار کړی، چې د دغو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره فوري اقدام ته اړتیا ده.


د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون په اعلامیه کې راغلي، دوی د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا د ژوند ژغورنې فعالیتونو لپاره د ناورین په وړاندې د مبارزې اضطراري صندوق ته ۵۰۰زره سویسي فرانکه (چې ۵۷۰ زره امریکایي ډالرو معادل کېږي) ځانګړي کوي.




په افغانستان کې یوشمېر مېندې او پلرونه وايي چې، ماشومان یې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي.


په کندوز ولایت کې یوې ښځې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل چې دوه ماشومان یې خوارځواکي دي: "دوه ماشومان مې په خوارځواکۍ اخته دي، يو يې يو کلن دى بل درې، ځکه چې شير په شير و، مخکې مې دنده درلوده کولى مې شول چې شیدې ورته واخلم سم يې تغذيه کړم، خو چې بې‌‌‌‌کاره شوم ونه‌شو چې سم يې تغذيه کړم، بسکېټ مې ورکول، اخر په خوارځواکۍ اخته شول، روغتون ته مې چې یووړل، يوه دوه د تغذيې مواد ورکوي بيا هيڅ نه وي متوجه، دوه ورځې مې مشر ماشوم چې درې کلن دى بستر کړ، خو نور ونه‌شو بېرته مې کورته راوړ."


د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو مرستندوی صندوق (یونېسف) د تلې/ میزان میاشتې پر دویمه ویلي وو، په افغانستان کې تر درې سوه درې څلوېښت زره (۳۴۳۰۰۰) ډېر خوارځواکي ماشومان د درملنې لپاره روغتونونو کې بستر شوي دي.


دغې ادارې ویلي وو، چې قوت بخښونکي خواړه د ماشومانو د حادې خوارځواکۍ د درملنې لپاره حیاتي دي او یونېسف یوازینی بنسټ دی چې په افغانستان کې ماشومانو ته دا ډول خواړه برابروي.




په افغانستان کې د سره صليب او سرې میاشتې نړيوال فدراسيون د استازولۍ مشر نيسیفور مګيندي (Necephor Mghendi) چې دوې اوونۍ وړاندې يې په کندهار کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې ګرځنده ټيمونه او ثابت کلينيکونه کتلي ویلي، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې له پنځو معاینه شویو ماشومانو څخه دوه یې په خوارځواکۍ اخته وو.


هغه زياته کړې، د دغو ماشومانو میندو او پلرونو ورته ويلي چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره کافي عايد نه‌لري، د ژوندي پاتې کېدو لپاره يې خپل جايدادونه پلورلي او بشري مرستو ته اړتيا لري.


د روغتیا نړیوال سازمان په وږي/ سنبلې میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د خوړو د کموالي د بحران له امله ۲.۹ ميلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.


د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې، له دغو ماشومانو څخه څه باندې ۸۵۰ زره یې په حادې یا سختې خوارځواکۍ اخته دي.