ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

حزب‌الله د حماس د مشر وژل کېدو ته غبرګون ښودلی

0
د حماس د مشر یحيی سنوار له وژل کېدو وروسته سخت‌دریځې حزب‌الله ډلې ویلي چې، له اسراییل سره په جګړه کې یوې نوې مرحلې ته د داخلېدو په حال کې ده.


د امریکا متحده‌ایالات د حماس ملاتړې حزب‌الله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.


د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله د لبنان په پارلمان کې څوکۍ لري او د دې هېواد د جنوب پر ډېرې برخې کنټرول لري.


د حماس مشر یحيی سنوار پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د حملې طراح بلل کېږي، چې پرون پنج‌شنبې په غزې تړانګه کې ووژل شو.


د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتس د هغه وژنه د اسراییل د پوځ لپاره "یوه پوځي او اخلاقي لاسته‌راوړنه" وبلله.


په ملګروملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ نن جمعه وویل، د سنوار له وژل کېدو وروسته به د "مقاومت روحیه پیاوړې شي" او د لبنان حزب‌الله هم اعلان وکړ چې: “د اسراییل په وړاندې به یوې نوې او پراخې مرحلې ته داخله شي.”