ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د ناټو له سرمنشي سره د جرمني د نوې دفاع وزیرې لیدنه

0
د جرمني نوې دفاع وزیرې نن (چهارشنبه) په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره وکتل.


وروسته له دې چې مېرمن کرمپ کیرینبویر د روانې جولای په لومړیو کې د جرمني دفاع وزیره وټاکل شوه، دا لومړی ځل دی چې بروکسل ته ځي.


تر دې وړاندې کان واندرلاین د جرمني دفاع وزیره وه او اوس د اروپا د کمېسیون رئیسه ټاکل شوې ده.


ټاکل شوې چې د جرمني نوې دفاع وزیره د ناټو له سرمنشي سره له ناټو څخه د امریکا د ولسمشر د غوښتنو په اړه خبرې وکړي.


ډونالد ټرمپ د ناټو له غړو غوښتي چې خپله مالي ونډه زیاته کړي.