ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

په کندهار کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو معلومات خپاره شول

0
د امریکا دفاع وزارت په کندهار کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل.


پنټاګون ویلي چې د دوی سرتېري برنډون کرېشیر او مایکل نانسي نومېږي.


برنډن ۲۰ کلن او د اوهایو و او مایکل نانسي هم ۲۴ کاله عمر درلود او د شیکاګو ایالت و.


دوی د کندهار په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ په یوه پوځي اډه کې د یوه افغان پوځي له‌خوا ووژل شول.


افغان پوځي په ځوابي ډزو کې ټپي او ونیول شو.


امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري او د روان کال له پیله تر وروستۍ پېښې ۱۱ سرتېري وژل شوي و.