ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

۴۵ افغان پناه غوښتونکي له جرمني کابل ته واستول شول

0
۴۵ افغان پناه غوښتونکي نن له جرمني کابل ته ورسېدل.


د دوی د پناه غوښتونلیکونه په جرمني کې نه‌و منل شوي.


دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبره ۲۶ وار دی چې د افغان پناه غوښتونکو ډله له جرمني ایستل شوي او کابل ته استول شوي دي.


۶۰۰ کسان تر اوسه بېرته کابل ته لېږل شوي.


جرمني داسې وخت دا پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استولي چې په دغه هېواد کې ورځ تر بلې د مرګونو بریدونو شمېر زیات شوی او په‌کې ملکیان قرباني کېږي.