ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

شمالي کوریا نن دوه نور لنډ واټن ویشتونکي راکټونه ازمویلي

0
شمالي کوریا نن دوه لنډ واټن ویشتونکي راکټونه ازمویلي دي.


دا په یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې شمالي کوریا راکټونه ازمويي.


تېر وار د جولای په ۲۵مه شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکي یو راکټ ازمویلی و چې ګڼ غبرګونونه‌یې وپارول.


نن د جَنوبي کوریا چارواکو تأیید کړې چې د شمالي کوریا دواړه بالیستیک راکټونو ۳۰ کیلومتره ارتفاع او ۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی دی.