ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

وسله والو کسانو په پروان کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی

0
وسله والو کسانو په پروان ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی دی.


د پروان امنیتي مسؤلین دا خبره تأیید کړه او وایي چې دغه پېښه نن سهار د بګرام ولسوالۍ په قره باغ سیمه کې شوې ده.


د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال خواجه محمد صدیقې ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت دا کارکوونکی احمد شعیب نومېده او د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی و.


د ښاغلي صدیقي په خبره، دغه امنیتي کارکوونکی د رخصتۍ لپاره کور ته تللی و چې د نامعلومو موټرسایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.


تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.


دا په روان کال کې د ملي امنیت پنځم کارکوونکی دی چې په پروان ولایت کې ترور کېږي.