ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره امنیتي پلان

0
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره امنیتي پلان اعلان کړ.


دغه امنیتي پلان نن په دفاع وزارت کې په یوه غونډه کې چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسان، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان او په کابل کې د امریکا سفیر حاضر ول، په یوه غونډه کې تشرېح شو.


دغه امنیتي پلان په درې مرحلو، له انتخاباتو مخکې، د انتخاباتو په جریان او له هغې وروسته وضعیت کې تطبیق کېږي.


ټاکل شوې چې دغه انتخابات د تلې یا میزان میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.