غلو د طب زده کوونکې امنه له زده کړو واېستله
د پېښور په یوه شاته پاته سیمه فقیر اباد کې د مور پلار یوازنۍ بچۍ امنه چې په ډېره بې وزلۍ کې یې د ډاکټرۍ زده کړې کولې خو ناڅرګندو غلو یې د ژوند د یوې څرګندې ټاکلې لارې مخه ورډب کړه او له تېرو دوو میاشتو راهیسې د فیس نه لرلو په وجه پوهنتون ته نه شي تلای. د مشال راډيو له خبریال ځلاند یوسفزي سره په مرکه کې دې له حکومته د مرستې غوښتنه هم کړې.
