ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

کابل پولیس: ده‌سبز ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

0
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي چې په ده سبز ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو یو ماین چاودلی.


د دې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د تره‌خېلو په تنګي کې شوې ده.


ښاغلی فرامرز وايي: "د سړک د غاړې ماین پر بهرنیو ځواکونو چاودلی. دا چې تلفات‌یې اړولي او کنه په دې اړه به نړیوال ځواکونه خبرې وکړي."


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دغه ځانوژونکې حمله دوی کړې او د امریکا د استخباراتو د ادارې کارکوونکي په نښه شوي و.


طالبانو په دې حمله کې د دوو لنډکروزر ډوله موټرو د ویجاړېدو او د «سي ای اې» د څو کارکوونکو د وژل کېدو ادعا کړې ده.


امریکایي ځواکونو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.